په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو جنګي الوتکو تېره شپه د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش وسلهوالو پر مرکزونو بمباري کړې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاني ازادي رادیو ته وویل، په دې هوايي بریدونو کې ۱۷ داعشیان وژل شوي دي.
ننګرهار یو له هغو ولایتونو دی چې داعش ډله پهکې زیات فعال لري.