د ناټو تړون او د روسیې شورا به په بروکسل کې غونډه وکړي

ټاکل شوې ده چې د ناټو تړون او د روسیې شورا نن چهارشنبه په بروکسل کې غونډه وکړي.

په‎دې غونډه کې به د اوکراین د شخړې، د پوځي مانورونو په اړه د کړکېچ د کمولو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کېږي.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د روسيې له‎خوا له خپلې خاورې سره د کریمیا ټاپو وزمې تر الحاق وروسته د ناټو او مسکو اړیکې بحراني شوې.

دغه‌راز لوېدیځ او روسیه په‎دې وروستیو کې د سوريې د جګړې او په بریتانیا کې د یوه پخواني روسي جاسوس د مسمومېدو د پېښې له امله په ډیپلوماتیکه جګړه کې ښکېل شول.

اوس ناټو له روسيې دا هم غوښتي دي چې د مالیزیا د هغې الوتکې د غورځېدو مسؤلیت هم ومني چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د اوکراین پر فضا وویشتل شوه.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ روانه اوونۍ وویل، له روسيې سره ډیالوګ به د شخړې په کمولو او غیر قصدي پوځي ټکر په مخنیوي کې مرسته وکړي.