د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ یو تفاهم‎لیک لاسلیک شو

د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د کارګرانو په برخه کې د همکارۍ تفاهم‎لیک لاسلیک شو.

دا تفاهم لیک تېره ورځ د سوېس په ژینو ښار کې د کارګرانو د ۷۰یم نړیوال کنفرانس په څنډه کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو د وزیر فیض‎الله ذکي او د متحده عربي اماراتو د بشري منابعو د وزیر ناصر بن ثاني الحملي ترمنځ لاسلیک شو.

د دغه تفاهم‎لیک له مخې په متحده عربي اماراتو کې افغان کارګرانو ته دايمي قراردادونه، د کارګرانو د جذب په برخه کې د خصوصي شرکتونو پاملرنې او په قراردادونو کې شفافیت ته قانوني زمینې برابرېږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض‎الله ذکي وايي، دغه تفاهم‎لیک د افغان کارګرانو په اقتصادي وضعیت مثبت اغېز لري.

د ښاغلي ذکي په وینا، متحده عربي امارات د بهرنیو کارګرانو په اړه ځانګړې پاملرنه لري او ژمنه‎يې کړې چې له‎دې وروسته به په مسلکي او تخنیکي برخه کې د افغان کارګرانو جذب ته زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې په‎دې سره ډېر شمېر بې‌روزګاره ځوانانو ته به له هېواده بهر د کار زمینه برابره شي.