د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، دغه وزارت په سمنګان ولایت کې په زر جریبه ځمکه د بادامو نوي باغونه جوړ کړي دي.
د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل، پهدې سره به په هېواد کې د بادامو حاصلات ډېر او د باغ لرونکو اقتصاد ښه شي.
د ښاغلي رستمي په وینا، په سمنګان ولایت کې د یو من ستاربایی بادامو بیه ۱۲ زره افغانۍ ده.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې د سمنګان په شااوخوا ۲۵ زره جریبه ځمکه د بادامو باغونه دي او اټکل دا دی چې سږ کال به لهدې باغونو نه له درې زره ټنو نه زیات بادام ترلاسه شي.
د سمنګانو د بادامو محصولات په هېواد کې دننه او له هېواده بهر ښه بازار لري.