د روسیې د تېلو شرکت لوک اویل په ایران کې خپل پلانونه ودرول

د امریکا د بندیزونو ګواښونو د روسیې د تېلو لوی شرکت لوک اویل دې ته اړ کړ چې په ایران کې د پراختیایي پروژو پلانونه ودروي او هندي کمپنۍ چې په نړۍ کې د تېلو د تصفیې لوی تأسیسات لري، له ایران څخه د تېلو پېرېدل ودروي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه دواړه پرمختګونه د دې ښکارندویي کوي چې د روسیې، فرانسې او هند حکومتونه چې د امریکا له‌خوا د بندیزونو له لګولو سره سره‌یې ویلي چې له ایران سره به تجارتي اړیکې وساتي، له څه ستونزو سره مخ دي.

امریکا له ایران سره د نړیوال اټمي تړون له وتلو وروسته پر دې هېواد د سختو بندیزونو د لګولو پرېکړه کړې ده.

د لوک اویل شرکت یوه چارواکي د چهارشنبې په ورځ پانګه‌والو ته د دغو پرمختګونو په اړه ویلي چې تر اوسه دوی نه‌پوهېږي چې ایران کې به‌یې پلانونه څه وي، خو د اوس لپاره‌یې هر څه په ټپه درولي دي.

روېټرز دغه‌راز د هندي کمپنۍ د یوې سرچینې په حواله ویلي چې د ایران د تېلو ملي کمپنۍ ته‌یې خبر ورکړی چې له ایرانه به د تېلو اخیستل په اکټوبر یا نومبر کې ودروي.