د انرژۍ فرانسوي شرکت توتال ته د ایران خبرداری

د ایران د تېلو وزیر د انرژۍ فرانسوي شرکت توتال ته ۶۰ ورځې وخت ورکړی چې د واشنګټن له بندیزونو ځان معاف کړي کنه د ګازو د میلیاردونو ډالرو په پروژه کې به‌یې سهمیه د تېلو یوه چینایي شرکت ته ورکړل شي.

د تېلو د وزارت شانا خبري اژانس د بیژن زنګنه له قوله خبر ورکوي چې ویلي یې دي توتال شرکت ۶۰ ورځې وخت لري چې په دې اړه له واشنګټن سره خبرې وکړي.

توتال یوازنۍ غربي کمپنۍ وه چې له لوېدیځ قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون پر اساس پر تهران د لوېدیځ د لیرې شویو بندیزونو په نتیجه کې یې له ایران سره په دې هېواد کې د پانګونې یوه معامله نهایي کړې وه.

د جنوبي پارس د ګازو په ۱۱مه حوزه کې د ۴،۸ میلیارده ډالرو د پراختیایي پروژې په دغه معامله چې په تېر جولای میاشت کې شوې وه، توتال‌یې مخکښ شریک دی.

په دې معامله کې د چین د پټرولیم کارپورېشن ملي او د ایران پتروپارس شرکتونه هم شامل دي.

واشنګټن له ایران سره د نړیوالې اټمي موافقې له وتلو وروسته پر تهران نوي بندیزونه لګولي او له اروپایي هېواونو يې هم غوښتي چې له دې هېواد سره له تجارتي معاملو لاس واخلي.