اروپایي ټولنې او د اروپا پارلمان پرون چهارشنبه په بلاروس کې پټ اعدامونه وغندل.
د راپورونو له مخې یو شمېر کسان په بلاروس کې اعدام شوي دي چې د دوی د استېناف غوښتنه د بلاروس د سترې محکمې له لوري رد شوې وه.
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې د مشرې ویاندې مایا کوسیجانیچ وویل چې د مې په روانه میاشت کې په بلاروس کې دوه تنه اعدام شوي.
د کوسیجانیچ په وینا د دغو کسانو اعدام د بلاروس سترې محکمې د مې تر اخره ځنډولی هم وو.
د بخښنې نړیوال سازمان د دې پېښې په اړه ویلي دي چې دوه تنه تېر کال په بلاروس کې د جنسي تېري او قتل په جرم په اعدام محکوم شوي و چې د تېر کال د اکټوبر او د روان کال د مې په میاشتو کې په پټه اعدام شوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان په نړۍ کې د اعدامونو په اړه په خپل کلني راپور کې د محکومانو د کورنیو پر نهخبریدو جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.