په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن وایي چې په کابل کې پرونۍ حمله حقاني شبکې ترسره کړې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت پر ودانۍ د چهارشنبې په ورځ په حمله کې اته برید کوونکي ووژل شول.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وویل، په دې حمله کې شپږ پولیس ټپيان شوي دي.
داعش د دې حملې مسؤلیت ومانه، خو جنرال نېکلسن له کابله په واشنګټن کې د وېډیو کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل چې له ورته تاکتیک څخه پخوا هم حقاني شبکې استفاده کړې ده.