د افغانستان او هند د ګډ امنیتي کمېسیون دوهمه غونډه هم ترسره شوه

د افغانستان او هند د ګډ امنیتي کمېسیون په غونډه کې پر سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو خبرې وشوې.

په دې غونډه کې چې پرون چهارشنبه په کابل کې ترسره شوه د افغانستان د کمېسیون مشري د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر کوله او د هندي پلاوي مشر د هند د ملي امنیت مرستیال سلاکار راجندر کنها و.

د خبرو پر مهال دواړو لورو ژمنه وکړه چې کابل او نوې ډېلي به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ پياوړې کوي او د سیمې په کچه به هم د زیاتو همکاریو د جلب لپاره هلې ځلې کوي.​

د هند د ملي امنیت مرستیال سلاکار وویل چې هېواد به‌یې د افغانستان د هوایي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا په برخه کې همکاري زیاته کړي.

همداراز هندي لوري ژمنه وکړه چې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ټپیانو د درملنې او د پوځي روغتونونو د تجهیز په برخه کې به له افغانستان سره مرسته وکړي.

د دواړو هېوادونو د ګډ امنیتي کمېسیون دا دوهمه غونډه ده، تېره یوه‌یې تېر کال په هند کې ترسره شوې وه.