ډېلي مېل: سخت دریځو کابل د ملکیانو لپاره په تر ټولو خونړي ښار بدل کړی

۱۷ کلنه نجلۍ سويتا

د نړۍ یو شمېر رسنیو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې هغو حملو ته کتلي چې دوه ساعته‎يې دوام وکړ.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې اړه لیکلي؛ وروسته له هغه چې طالبانو خپل پسرلني عملیات اعلان کړل، د افغانستان په بېلابېلو سيمو، په ځانګړې توګه په کابل کې حملې او تاوتريخوالی زيات شوی دی.

که څه هم داعش ډلې د چهارشنبې ورځې د حملې کولو ادعا کړې ده، واشنګټن پوسټ لیکلي چې د افغانستان په اړه د امریکا د اعلان کړې ستراتېژۍ سربېره طالبانو حملې زیاتې کړې دي.

د ورځپاڼې په وينا، په افغانستان کې د نظامي ځواکونو او ملکيانو له وژلو سره د ملي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه پوښتنې راپورته کېږي.

  • ډېلي مېل

ډېلي مېل ورځپاڼې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت پر ودانۍ د ډله‎ییزې حملې په اړه ليکلي؛

په کابل کې د حملو په زياتولو سره سخت دريځو دا ښار د ملکيانو لپاره په تر ټولو خونړي ښار بدل کړی دی.

د ورځپاڼې په وينا، د کابل ډېری اوسېدونکو خپل تګ راتګ محدود کړی دی.

ډېلي مېل دې ته هم اشاره کړې چې د پلازمېنې اوسېدونکي حتی بازار او د ګڼې ګوڼې ځايونو ته له تګه بېره لري او نه‌غواړي په ترافيکو کې بند پاتې شي ځکه حملې تل شااوخوا په همداسې ځایونو کې کېږي.

ډېلي مېل او واشنګټن پوسټ په خپلو راپورونو کې د ۱۷ کلنې نجلۍ سويتا صابري عکسونه خپاره کړي چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې ټپي شوه او په وزیر اکبر خان روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

  • وال سټريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې یوې بلې موضوع ته کتلي دي.

ورځپاڼه لیکي امریکا نه‌يوازې پر جګړه‎مارانو، بلکې د طالبانو پر مالي سرچينو حملې او بمبارۍ زياتې کړې دي.

د ورځپاڼې په وينا، د تېر کال په نومبر مياشت کې د هوايي حملو له پيل راهيسې امریکايي الوتکو پر سخت دريځو او د هغوی د کوکنارو پر کر ۱۱۳ حملې کړې دي چې په نتيجه کې يې د طالبانو مالي سرچينې له‎منځه لاړې شي.

طالبان د مخدره موادو يو بانډ او یوه سخت دريځه ډله ده.

وال سټريټ ژورنال د يوه امریکايي چارواکي له قوله ليکلي چې وروستيو حملو طالبانو ته تر ۴۴ میليونه ډالرو پورې زیان رسولی دی.

ورځپاڼې د مخدره موادو او جرايمو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د ادارې له قوله ليکلي چې تېر کال په ټول افغانستان کې پر ۳۲۸ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي چې تر هغه له تېر کال سره په پرتله ۶۳ فیصده زیاتوالی ښيي.

د امريکا د سولې په انسټټیوت کې د افغانستان یوه متخصص جاني والش وايي، طالبان د مخدره موادو يو بانډ او یوه سخت دريځه ډله ده.

د ښاغلي والش په وينا طالبان ډېر افراطي مفکوره لري، خو په همدې حال کې د مخدره موادو له سوداګرۍ ګټه اخلي.

د امریکا دغه پخواني ډیپلومات او متخصص وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ته ويلي چې طالبان نه‎شي کولای په خپله مفکوره پیسې پیدا کړي، نو مخدره مواد ورته اصلي مالي سرچينه ده.