د خوست والي: غواړو د غلام خان بندر دواړو لورو ته سوداګري ډېره شي

د خوست ولایت چارواکي وايي چې د غلام خان بندر د بېرته پرانيستلو وروسته د سوداګریزو توکو او مالونو وړل راوړل ډېر شوي، خو دوی هڅه کوي چې د افغان دولت له اوسنۍ پالېسۍ سره سم دا سوداګري دواړو لورو ته یو ډول شي.

چارواکي وايي چې په دې لنډه موده کې د غلام خان بندر میاشتني ګمرکي عواید ۵۴ میلیونه افغانیو ته لوړ شوي او دوی تمه لري چې د عوایدو دا کچه به د هرې میاشتې په تېریدو سره نوره هم لوړه شي.

چارواکو یادې څرګندونې نن د چهارشنبې په ورځ د ګمرک په ریاست کې د توکو د لابراتوار لپاره د نوې ودانۍ د پرانیستې په څنډه کې ازادي راډیو ته وکړې.

د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي وویل، غواړي چې افغاني سوداګر او پانګه‌وال هم وکولای شي، د پولې پورې غاړې ته ولاړ شي او په ازادانه توګه سوداګري وکړي.

یاده دې وي چې غلام خان بندر د پاکستان د حکومت له لوري د ضرب عضب تر عملیاتو وروسته شااوخوا څلور کاله په یو اړخیز ډول تړل شوی وو، چې د روان کال د مارچ په اولو ورځو کې بېرته دا لاره په امتحاني ډول خلاصه شوه.