نامعلومو وسله‌والو په پاکستان کې د سکهـ اقلیت غړی وژلی

نامعلومو وسله‌والو په پاکستان کې د سکهـ اقلیت یو برجسته غړی وژلی دی.

دا پېښه پرون سې شنبه شوې ده او د چرانجیت سنګ د مړي د سوځولو مراسم نن ترسره کېږي.

برید کوونکی په تېښه بریالی شوی دی.

د دغه برید مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.