د کندهار په شاه ولي‌کوټ کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي

په کندهار کې د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار د ملي امنیت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي چې ياد وسله‌وال د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې تېره شپه د شاه ولي‌کوټ ولسوالۍ د کجور په سيمه کې وژل شوي دي.

سرچينه وایي، په دغو عملياتو کي ۸ شکمن کسان هم نيول شوي چې اوس ورڅخه پلټنې روانې دي.

په عملياتو کې د ځانګړو ځواکونو د زيان يادونه نه‌ده شوې، خو د وسله‌والو طالبانو د نقليه وسايطو، وسلو او هستوګن‌ځايونو د تخريب ادعا شوې ده.

د دولت وسله‌والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.