د اوکراين پوليس وايي، يو روسى خبريال چې ويلي يې وو، د سياسي ځورونې له کبله له خپل هېواد څخه اوکراين ته تښتېدلى و، پرون په کيف کې ووژل شو.
د روسيې پېژندل شوى خبريال ارکادي بابچنکو چې په اوکراين کې يې ژوند کاوه، پرون سې شنبه په پلازمېنه کيف کې د خپل اپارتمان دروازې ته څېرمه له شا په ډزو وويشتل شو.
٤١ کلن ارکادي له سودا اخيستلو وروسته خپل کور ته ستنېده چې حمله ورباندې وشوه.
ارکادي بابچنکو
د ارکادي بابچنکو مړينې د هغه همکارانو ته سخت ټکان ورکړى، دغهراز يې د مسکو او کيف ترمنځ اړيکې هم خړې پړې کړې دي.
دغه اړيکې د روسيې له خاورې سره د کريميا د الحاق او د اوکراين په ختيځ کې د روسپلوه بېلتون غوښتونکو د ملاتړ له کبله له مخکې لا خرابې وې.
د کيف د پوليسو مشر پرون ناوخته په خپلو ټلوېزيوني خبرو کې وويل، پوليس فکر کوي چې بابچنکو به د خپل کار او تخصص له کبله وژل شوى وي.
بلخوا د پوليسو وياند یاروسلاف تراکالو د دې پېښې د څرنګوالي په اړه روېټرز اژانس ته وويل:
"د «ATR» ټلوېزيون خبريال او نطاق پر ملا په څو مرميو ويشتل شوى او وژل شوى، دا لږ تر لږه دوه ډزې وې، د هغه مېرمن د پېښې په وخت کې په کور کې وه او د ډزو غږ يې اورېدلى، د لومړنيو معلوماتو له مخې، دغې مېرمنې له تشناب څخه تر وتلو وروسته خپل خاوند په وينو کې لت پت وليد، مېرمنيې امبولانس ته زنګ وواهه، خو له بده مرغه هغه په امبولانس کې ساه ورکړه."
د اوکراين صدراعظم ولادیمیر ګرویسمن د دغه روسي خبريال د وژل کېدو د خبر تر خپرېدو څو ساعته وروسته پر خپله فېسبوک پاڼه وليکل:
"زما په باور، د روسيې ظالم سيستم د ارکادي بابچنکو رښتينولي او اصولي دريځ نهشوى زغملى."
انټرفکس خبري اژانس نن راپور ورکړى چې د روسيې د امنيتي خدماتو د فدرال ادارې مشر السکاندر بورتنيکوف ويلي، د اوکراين دا تورونه بېمعنى او پاروونکي دي.
بلخوا د روسيې تحقيقاتي کمېټې په دې حمله کې د کرملېن لاس درلودل رد کړي او وايي په دې اړهيې جنايي تحقيقات پيل کړي دي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د اوکراين له چارواکو غوښتنه کړې چې د دې وژنې د بېړنۍ څېړنې لپاره دې د توان تر حده هڅې وکړي.
د روسۍ ورځپاڼې نووايا ګازيتا سرمحرر ويلي چې د روسي خبريال بابچنکو وژنه په ٢٠٠٦ میلادي کال کې د يوې سياسي مبصرې انا پوليتکوفسکايا وژنه خلکو ته وريادوي چې په مسکو کې په خپل اپارتمان کې وژل شوې وه.
د يادولو ده چې د اوکراين پوليسو د يوه عيني شاهد د ګواهۍ پر اساس د تورن سړي کمپيوټري فرضي عکس خپور کړى او له خلکو يې غوښتنه کړې چې که دغه مشکوک سړى وويني، له پوليسو سره دې تماس ونيسي.
بابچنکو په وروستيو کلونو کې د کرملېن له سر سختو منتقدانو څخه و چې په ٢٠١٧ میلادي کال کې کيف ته کډه شو.
ده د کريميا د تاتاريانو په ټلوېزيوني شبکه «ATR» کې د يوې خپرونې د چلوونکي په توګه دنده پيل کړه.
د اوکراين چارواکي د يوه بل روسي خبريال د وژنې په اړه هم تحقيقات کوي چې څه کم دوه کاله مخکې په کيف کې ووژل شو.
پاول شيريميت د ٢٠١٦ میلادي کال په جولاى مياشت کې د کيف په مرکزي برخه کې په يوه موټربم حمله کې ساه ورکړه.
شيريميت چې د روسيې تابعيتيې درلود په بلاروس کې زېږېدلى و، خو کيفيې د خپل دايمي استوګنځي په توګه انتخاب کړى و.
ده له خپلې ملګرې اولينا پرېتوليا سره په اپارتمان کې ګډ ژوند کاوه، له هغه ځايه سټوډيو ته روان و چې په چاودنه کې ووژل شو.