نن چهارشنبه په کابل کې د افغانستان او هند ترمنځ د ګډې امنیتي کمېټې غونډه ترسره شوه.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار دفتر وایي، په دې غونډه کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او د هند د ملي امنیت سلاکار مرستیال برخه درلوده.
راجندر کهانا نن د یوه امنیتي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.
د ښاغلي اتمر دفتر لیکي چې نوموړي هندي پلاوي ته د افغانستان د عمومي امنیتي وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او د جنګ هغه جغرافیهیې تشرېح کړه چې افغان ځواکونه له بهرنیو ترهګرو سره پهکې په جګړه بوخت دي.
هندي پلاوی داسې مهال کابل ته راغلی چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د تېرې یکشنبې په ورځ د پاکستان د حکومت په بلنه د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اسلاماباد ته تللی وو.
په دې سفر کې دواړو هېوادونو د سولې او پیوستون لپاره د عمل پلان د عملي کولو لپاره د ځانګړو اقداماتو په ترسره کېدو موافقه وکړه.
ښاغلي اتمر دغهراز تېر ماښام د وېډیویي کنفرانس له لارې له خپل امریکایي ساري جان بولټون سره هم خبرې کړې دي.