د هرات فوټسال: د اتحاد لوبډلې د غالب پوهنتون ته ماتې ورکړه

د هرات د فوټسال رمضان جام سیاليو په لړ کې د اتحاد لوبډلې د غالب پوهنتون لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د هرات د فوټسال فدراسیون مسؤل محمد ياسین رحماني نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې تر دې مهاله ۱۶ سیالۍ ترسره شوي او لوبغاړي په‌کې ښه ځلېدلي.

د نوموړي په خبره په دغو سیالیو کې ۶۴ لوبډلې ګډون لري او د روژې مبارکې میاشتې تر پایه پورې به دوام کوي.

ښاغلی رحماني وايي، د دغو سیالیو د ترسره کولو هدف د هرات ولایت د فوټسال لیګ سیالیو ته چمتووالی دی.