په کونړ کې د تذکرو اخیستونکو ښځو شمېر ۹۰ سلنه لوړ شوی

په کونړ کې د ثبت احوال نفوس ادارې مسولین وايي، په تېره شااوخوا یوه نیمه میاشت کې له ۲۲۰۰۰ زیاتو کسانو د هویت تذکرې اخیستي او دغه بهیر ډېر ګړندی روان دی.

د یادې ادارې مشر حاجې فضل خالق د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په تېره نږدې یوه نیمه میاشت کې يې له ۲۲۰۰۰ زیاتې تذکرې ویشلې چې په‌کې د ښځو ونډه زیاته ده.

نوموړي زیاته کړه چې په کونړ کې د تذکرو اخیستونکو ښځو شمېر ۹۰ سلنه لوړ شوی.

ښاغلی فضل خالق وايي، دوی د تذکرو د پاڼو له کمي سره مخ دي او د یادې ستونزې د هواري لپاره‌يې مرکز ته خپلې غوښتې لېږلې دي.

دی زیاتوي:

"که پر وخت راته د تذکرو پاڼې راونه‌رسېږي نو موږ هم د پاڼو له نشتوالي سره مخ کېږو، یو کس مو کابل ته لېږلی دی."

په کونړ کې د تذکرو اخیستلو کې په داسې حال کې د ښځو ونډه په بې‌ساري ډول زیاتېږي چې تر دې دمه په یاد ولایت کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو کې د ګډون لپاره له ۷۴ زره زیاتو کسانو پر خپلو تذکرو سټیکرونه لګولي او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مسؤلینو په وینا چې د نوم لیکنې بهیر هم د پخوا په پرتله چټک شوی دی.