امریکايي ځواکونه وايي، تېره اوونۍ په هلمند کې د طالب مشرانو پر یوه غونډه راکټي برید کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي دي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند مارټین اوډونال وايي، پهدې برید کې له داسې یو راکټي وسلې کار اخیستل شوی چې د «جي. پي. اېس» له لارې رهبري کېدونکي راکټونه ویشتلی شي او دغلتهیې د طالبانو د قوماندې او کنټرول هغه مرکز ویجاړ کړی چې په لوړه سطحه طالب مشرانو د غونډو لپاره کاروه.
د امریکايي ځواکونو ویاند ویلي چې په تېرو ۱۰ ورځو کې د امریکا په هوايي بریدونو کې یو نامعلوم شمېر نور طالب چارواکي هم وژل شوي دي.
دا برید چې د هلمند د موسی کلا په ولسوالۍ کې د مې په ۲۴مه نېټه شوی و، دمخه تر دې یې امریکايي ځواکونو د تلفاتو په اړه شمېرې نهوې په ډاګه کړې.
اسوشیټېد پرس خبري اژانس په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ویاند اوډونال له خولې وايي، دا برید د دې څرګندونه کوي چې امریکايي پوځ په افغانستان کې د خپلو هغو نویو صلاحیتونو څخه کار اخلي چې ولسمشر ټرمپ د جنوبي اسیا لپاره د ستراتېژۍ له اعلان وروسته په جګړه کې د لا نور فعال رول لوبولو لپاره افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته ورکړي.