د جوزجان والي پهدې ولایت کې د وچکالۍ له کبله شااوخوا ۶۰ زره کورنیو ته د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې.
د جوزجان والي لطفالله عزیزي تېر ماښام په خپل کور کې یوې غونډې ته وویل، که څه هم ولایتي ادارې د یو شمېر مرستندویه مؤسسو په مرسته له زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې کړي، خو د ښاغلي عزیزي په وینا دا مرستې کافي نهدي.
دی وايي:
"څوک چې له خپل کوره بېځایه کېږي، هغه یوازې خوړو ته اړتیا نهلري، بلکې کور، د خوب ځای، د اشپزخانې لوازمو او فرش او نورو وسایلو ته اړتیا لري."
ښاغلي عزیزي وویل چې په کابل کې یې د مرکزي ادارې له چارواکو سره هم خبرو کې هڅه کړې چې د هغوی پاملرنه پهدې ولایت کې وچکالۍځپلو ته واړوي.
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې وروستۍ وچکالۍ د دې هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې میلیونونه افغانان له بېوزلۍ او لوږې سره مخ کړي او له نړیوالې ټولنې څخهیې ۱۱۵ میلیونه ډالره د زیانمنو شویو خلکو سره د مرستو لپاره غوښتي دي.