افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن چهارشنبه سهار بلخ ولایت ته رسېدلی دی.
ښاغلی غني د بلخ ولایت د خُلم د برښنا سب سټېشن او د مارمول توزیعي شبکه پرانیزي.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن سهار رسنیو ته په دې اړه یو پیغام ورکړی دی.
ښاغلي مرتضوي زیاته کړې چې ولسمشر به د پاسنیو پروژو په پرانیستې سربېره د بلخ، سرپل، فاریاب، جوزجان او سمنګان ولایتونو له وچکالۍ ځپلو خلکو سره وګوري.
هغه به د یادو ولایتونو له پوځي او ملکي چارواکو سره هم جلا لیدنې ولري.