د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تأييد کړه چې د شمالي کوريا تر ټولو لوړپوړو چارواکو څخه يو يې نيويارک ته پر لاره دی چې د ټرمپ او شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون د سرمشريزې په اړه خبرې وکړي.
ټرمپ نن سې شنبه په یوه ټویټ کې ویلي چې امریکا له شمالي کوریا سره د خبرو لپاره ډېر ښه ټيم جوړ کړی دی او د سرمشريزې په اړه خبرې دوام لري.
د ټرمپ په ټویټ کې راغلي:
"د شمالي کوریا مرستيال مشر کېم یونګچل نيويارک ته پر لاره دی او دا زما ليک ته کره عکسالعمل دی، مننه!"
کېم د شمالي کوریا د واکمن ګوند د مرکزي کمېټې چې د داخلي چارو مسؤليت لري، مرستيال مشر دی.
د جنوبي کوریا رسنیو مخکې راپور ورکړ چې دی به امريکا ته د مې مياشتې په ۳۰مه نېټه چې سبا ده، رسېږي.