سلګونه کورني بېځایه شویو کسانو نن د هرات او چشت ولسوالۍ لويه لاره د ټرافيکو پر مخ وتړله.
دغه اعتراض کوونکي وايي، له جدي ستونزو سره مخامخ دي او حکومتيې تورن کړ چې د دوی وضعیت ته پام نهکوي.
دوی له هغو زرګونه کورنیو څخه دي چې په دې وروستيو کې يې له بادغيس، غور او فارياب ولایتونو څخه د دوی په وينا، د وچکالۍ له کبله هرات ولایت ته پناه وړې ده.
دوی وایي:
"نوره لاره نهلرو، ډوډۍ نهلرو، وږي یوو، نو اړ یوو چې لاره بنده کړو، اولادونه مو هره ورځ ناروغه کېږي، نه کلينيک لرو، نه ډاکتر."
په همدې حال کې د هرات ولايت مسئولين وايي، د دغو بېځايه شويو له نيمايي کورنیو سره مرستې شوي او په هرات ولايت کې د بېځايه شويو کورنيو د سروې د بشپړېدو لپاره هڅې روانې دي.
له بلې خوا د راپورنو له مخې، زرګونه کورنۍ په غزني ولايت کې هم د نا امنیو له لاسه له خپلو کورونو بېځایه شوي او له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې ويلي چې په ټولو ولايتونو کې د بېځايه شویو کورنیو سروې دوام لري او له دغو کورنیو سره د مرستې کولو پروسه هم پيل شوې ده.