په کندز کې نامعلومه وسله‌والو د ملي پولیسو یو سرتېری وژلی

د کندز په ښار کې نامعلومه وسله‌والو د ملي پولیسو یو سرتېری وژلی دی.

د کندز د والي ویاند نعمت‌الله تیموري نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې نن له غرمې وروسته شااوخوا دوه نیمې بجې د کندز ښار د مرکزي چوک د لومړي کمربند د نمک بازار په سیمه کې نا پېژنده وسله‌والو د ملي پولیسو یو تن سرتېرې په ډزو سره وژلی دی.

نوموړی وايي چې د دغې پېښې عاملان له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو امنیتي ځواکونو د دې پېښې د عاملانو د نیولو په هدف، خپلې هڅې پیل کړې دي.

په سیمه کې عیني شاهدان بیا وايي چي ناپېژنده وسله‌والو د پولیسو د درېيمې امنیتي حوزې یو تن سرتېری په ډزو وواژه او د سرتېرې وسله‌یې هم له ځان سره یوړه.

خو تر اوسه پورې د دغې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.