کوهي: د ۴۸ فدراسیونونو د مشرتابه ټاکلو انتخابات ترسره شوي

د افغانستان د بدني روزنې ریاست وايي، تر راتلونکو څو ورځو پورې به د بېلابېلو ورزشي فدراسیونونو انتخابات پای ته ورسېږي.

د دغه ریاست د فدراسیونونو امر محمد اعظم کوهي نن ازادي راډیو ته وویل چې تر دې مهاله د ۴۸ فدراسیونونو د مشرتابه ټاکلو انتخابات ترسره شوي او په راتلونکو څو ورځو کې به د پاتې درېیو نورو فدراسیونونو انتخابات هم ترسره شي.

ښاغلی کوهي وايي، د فدراسیونونو د انتخاباتو سره به په دې برخه کې شته ستونزې او انارشۍ پای ته ورسېږي.

د نوموړي په خبره د افغانستان د بدني روزنې ریاست هڅه کوي څو په ورزشي فدراسیونونو کې لازم اصلاحات راشي.