په کندهار کې د وسله‌والو شپږ کسيزه ډله نيول شوې

په کندهار کې د وسله‌والو شپږ کسيزه ډله نيول شوې ده.

د کندهار د ملي امنیت له رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وسله‌والو د نیول شوې ډلې غړو په کندهار ښار او ولسوالیو کې د دولت پر ضد فعاليتونه کول او په ګڼو بريدونو کې يې لاس درلود.

سرچينه وایي، چې نيول شویو وسله‌والو د کندهار پر هوايي ډګر هم توغنديز بريدونه کړي او د لويو لارو پر سر به‌يې ماينونه ځای پر ځای کول.

په خبرپاڼه کې د يادو وسله‌والو سره د وسلو او مهماتو د نيول کېدو خبر هم ورکول شوی، خو دا نه‌دي ویل شوي چې ياد وسله‌وال څه وخت نيول شوي دي.

خپله د دولت وسله‌والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه رسنیو څه نه‌دي ویلي.