خوګیاڼی: ننګرهار کې د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې ۹ ملکیان وژل شوي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ په چینو کلي کې عمليات ترسره کړي چې په پایله کې یې د سیمې نهه تنه اوسېدونکي وژل شوي او اته تنه نور زخمیان شوي دي.

د ولایت ویاند عطاءالله خوګياڼی وايي، په زخميانو کې یوه مېرمن او یوه ماشومه شامله ده.

دی وايي، د پېښې د دقیقې څېړنې لپاره له کابل څخه یو لوړپوړی پلاوی ټاکل شوی.