هند: ایران او ونزوئلا سره به خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړو

هند وايي، پر ایران او ونزوئلا د امریکا له بندیزونو سره سره به له دې دواړو هېوادونو سره خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي.

دا خبره د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج پرون دوشنبه وکړه او ویې‌ویل چې د نوې ډېلي بهرنۍ پالېسي یوازې د ملګرو ملتونو له‎خوا لګول شویو بندیزونو ته درناوی کول دي، نه د هېوادونو له‎خوا.

نوموړې وویل، هند خپله بهرنۍ تګ‎لاره د نورو د فشارونو له مخې نه‌جوړوي.

هند دا مهال د ایران د تېلو ستر واردوونکی هېواد دی.

سوشما سواراج دا څرګندونې له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره چې نوې ډېلي ته تللی، تر کتنې مخکې وکړې.

امریکا له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې تر وتلو وروسته ګواښ کړی دی چې پر تهران به سخت بندیزونه ولګوي.