د روسیې څارنوالانو یوه اوکرایني ژورنالېست ته د ۱۴ کالو بند غوښتنه کړې ده.
رومان سوشچېنکو چې په جاسوسۍ تورن دی، محاکمهیې نن دوشنبه په مسکو کې ترسره شوه.
کیف او د بشري حقونو فعالان د هغه د محاکمې تر شاه سیاسي انګېزه بولي.
د سوشچېنکو مدافع وکیل ويلي چې مؤکل ته بهیې وروستۍ فیصله د جون په ۴مه اعلان شي.
نوموړی په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په مسکو کې د مشکوکو پټو معلوماتو د راټولولو په تور نیول شوی و.