په تورخم کې څلور تنه له ۱۰ ټنه کيمياوي موادو سره نیول شوي

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند د تورخم په ښارګوټي کې سرحدي پولیسو له څلورو تنو سره په یوه لارۍ موټر کې ۲۲۰ بورۍ امونيم نايټرېت نيولي دي.

د تورخم بندر کميسار سمونيار وحيدالله نيازی وایي چې پولیسو د کشفي راپور پر اساس په پاکستانۍ لارۍ کې څلور تنو سره ۱۰ ټنه امونيم نايټرېت نيولي چې په نیول شويو کسانو کې یو پاکستانی شامل دی.

نوموړی وايي، نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او د نورو پلټنو لپاره ترې پوښتنې روانې دي.