اسرائيل د حماس د بندي غړو د فوټبال د لوبو د نه‌لیدو غوښتنه کړې

د اسرائیل د عامه امنیت وزیر د هېواد د زندانونو له ادارې غوښتي چې هغه فلسطيني بندیان چې د حماس غړي دي، د ټلوېزیون له لارې د فوټبال د نړیوال جام د راتلونکو سیالیو له لیدو بې‌برخې کړي.

ګیلاد اردان د یکشنبې په ورځ وویل، نیت نه‌لري چې د حماس غړي زموږ په زندانونو کې د نړیوال جام له مسابقو خوند واخلي، په داسې حال کې چې اسرائیلي یرغمل او سرتېري په غزې تړانګه کې ساتل کېږي.

د فوټبال د نړیوال جام لوبې د جون له ۱۴مې د جولای تر ۱۵مې د روسیې په مختلفو ښارونو کې ترسره کېږي چې په نړۍ کې به‌یې ډېر کسان د ټلوېزیونو له لارې ګوري.

د اوسنیو مقرراتو له مخې، په اسرائیل کې بندیان حق لري چې ټلوېزیون وګوري، خو اردان وویل چې دی په دې اړه څېړنه کوي چې که امکان ولري چې دغه مقررات د نړیوال جام لوبو له پیلېدو سره بدل کړي.

ویل کېږي چې په اوس وخت کې د اسرائیل په زندانونو کې شااوخوا شپږنیم زره فلسطینیان بندیان دي، که څه هم ټول بندیان په حماس پورې چې په غزې تړانګې واکمنه ده، نه‌دي تړلي.