ناصرالملک د پاکستان د موقت صدراعظم په توګه غوره شوی

د پاکستان پخوانی قاضي‌القضات ناصرالملک د راتلونکو پارلماني انتخاباتو تر ترسره کېدو د موقت صدراعظم په توګه غوره شوی دی.

ټاکل شوې چې دغه انتخابات د جولای په ۲۵مه ترسره شي.

د پاکستان واکمن مسلم لیګ نواز ګوند او اپوزېسیون نن دوشنبه اعلان وکړ چې ملک به تر انتخاباتو پورې د نوي صدراعظم په توګه دنده ترسره کړي.

ټاکل شوې ۶۷ کلن ملک د جون په لومړۍ یوه ورځ وروسته له هغې چې اوسنی پارلمان لغوه کېږي او د صدراعظم شاهد خاقان عباسي دنده پای ته رسېږي، لوړه وکړي.

هغه د ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۵ کاله پورې د پاکستان د قاضي‌القضات په توګه دنده ترسره کړې او له هغې مخکې د خېبر پښتونخوا د ایالت ستر قاضي و.

دا د پاکستان په ۷۰ کلن تاریخ کې درېیم ځل دی چې پارلمان خپله پنځه کلنه دوره بشپړوي.

له دې مخکې اکثره پارلمانونه د سیاسي شخړو له امله د پوځ له‌خوا ړنګ شوي دي.