په کندز ښار کې د سړي تښتونې د پېښو زیاتېدو ځايي خلک اندېښمن کړي

په کندز ښار کې د سړي تښتونې د پېښو زیاتوالي د دې ولایت خلک اندېښمن کړي او وايي چې په تېرو دوه میاشتو کې د کندز له ښاره ۵ تنه د سړي تښتوونکو له‌خوا تښتول شوي، خو امنیتي ارګانونو په دې اړه کوټلي ګامونه نه‌دي پورته کړي.

دوی وایي چې تر اوسه د تښتول شویو برخلیک نامعلوم دی او په خبره‌یې چې افغان دولت دې د خلکو د امنیت د ټينګښت په برخه کې جدې ګامونه پورته کړي.

بل‌خوا د کندز سیمه‌ییز چارواکي بیا وايي چې دوی د امنیتي ارګانونو چارواکو ته وظیفه سپارلې چې د امنیت د تأمینولو او د سړي تښتوونکو د نیولو په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

د کندزیانو دغه اندېښنې په داسې حال کې رابرسېره کېږي چې دوه اوونۍ وړاندې په شمال ختیځ زون کې له اداري فساد سره د مبارزې ریاست سرپرست د سړي تښتوونکو له‌خوا تښتول شوی او لا یې برخليک معلوم نه‌دی.