د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د یوه مرکز یو کارکوونکی او یو پولیس وسلهوالو په ډزو ووژل.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده ازادي راډیو ته د دغې پېښې په اړه وویل چې تېره شپه د دولت وسلهوالو مخالفانو دغه کسان چې نومونهیې نهدي ښودل شوي، له خپلو کورونو وایستل او ځای پر ځای یې په ډزو ووژل.
تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت کومې وسلهوالې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.
له دې مخکې هم په یو شمېر نورو ولایتونو کې د انتخاباتو پر مرکزونو او کارکوونکو یې خونړۍ حملې شوې دي.