د ایټالیا ولسمشر یو کاندید وزیر د خراب اقتصادي وضعیت له امله رد کړ

وروسته له هغې چې د ایټالیا ولسمشر د اقتصاد وزارت لپاره د پاپولیست ګوند د اروپا ضد غوره شوي کاندید له تأییدولو ډډه وکړه، ایټالیا له سیاسي بحران سره مخ ده چې ښایي دا هېواد د نویو انتخاباتو ترسره کېدو ته اړ کړي.

د ولسمشر سرجیو ماتارلا دغه اقدام غوره شوی پاپولیست صدراعظم ګاسپي کانتي دې ته اړ کړ چې اعلان کړي، دی د نوې کابینې او حکومت له جوړولو لاس اخلي.

ولسمشر ماتارلا ملت ته په وینا کې وویل چې ۸۱ کلن پاولو ساونا چې د اروپا ضد ډلې او پنځو ستورو د غورځنګ غړی دی، ځکه‌یې د اقتصاد وزارت ته مناسب ونه‌باله چې د هغه ټاکنې پر مالي بازارونو او د ایټالیا پر اقتصاد ناوړه اغېز کاوه.

هغه وویل، نور ټول وزیران‌یې تأیید کړي وو.

د ایټالیا ولسمشر زیاته کړه، اقتصاد وزارت مالي بازارونو ته تل د باور یا د خطر پیغام ورکوي.

په ایټالیا کې د مارچ د څلورمې پارلماني انتخاباتو کې هېڅ یوه ګوند کافي رأیې چې په یوازې سر حکومت جوړ کړي، نه‌وې ګټلې.

که د راپورته شویو اختلافاتو لپاره خبرې پیل نه‌شي، د روان کال په پای کې به بیا انتخابات وشي.