د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز د لومړۍ حوزې مرستیال نن دوشنبه د وسلهوالو په یوه برید کې وژل شوی دی.
د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم ازادي راډیو ته وویل، د لومړۍ حوزې مرستیال عبد القادر چې سهار پنځه بجې د ګردېز ښار په چوڼی سیمه کې په ګزمه بوخت و، د وسلهوالو په ډزو کې وژل شوی دی.
په دې برید کې یو سرتېری ټپي شوی دی.
د دې برید مسؤلیت تر اوسه پورې چا نهدی منلی او پولیسو په سیمه کې پلټنه پیل کړې ده.