په کوټه کې دوه پولیس او دوه وسله‎وال ووژل شول

د بلوچستان په مرکز کوټه کې پرون یکشنبه ماښام دوه پولیس او دوه وسله‎وال ووژل شول.

چارواکو ویلي دي چې په سارکي سرک پر موټرسایکل سپرو وسله‎والو پر پولیسو ډزې وکړې چې دوه افسران‌يې ووژل.

د سیمې د پولیسو یوه مشر عبدالرزاق چیمه وویل، د پېښې ځای ته د نورو پولیسو په رسېدو دواړه برید کوونکي هم ووژل شول.

په همدې حال کې د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر د وسله‎والو په اړه د معلوماتو په بدل کې د یو میلیون کلدارو جایزه اعلان کړې ده.

تر اوسه پورې کومې ډلې د کوټې د پروني برید مسؤلیت په غاړه نه‎دی اخیستی.