د ایران ولسمشر حسن روحاني به راتلونکې جون میاشت په پیکېنک کې له چینايي مشرانو سره وویني.
دا خبره پرون یکشنبه د چین د بهرنیو چارو وزارت وکړه.
که څه هم پیکېنک ته د روحاني د سفر دقیقه نېټه لا معلومه نهده، خو نوموړی به په چین کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې چې د جون له شپږمې تر لسمې پورې دوام کوي، د څارونکي په توګه برخه واخلي.
روحاني په داسې وخت کې چین ته سفر کوي چې نړیوال قدرتونه د ایران له اټمي موافقې څخه د امریکا تر وتلو وروسته د دې موافقې د ژغورلو هڅې کوي.
د چین ولسمشر شي جین پېنګ د ایران او نړیوالو قوتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې کلک ملاتړی دی.