له هلمنده تر کابله د سولې د ولسي حرکت د کاروان غړي ورځ تر بلې زیاتېږي.
د هلمند اتو تنو ځوانانو دا نوښت پیل کړ، ورپسې په کندهار کې اووه کسان او په زابل کې هم اته کسان له دوی سره یوځای شول.
دوی د مې په ۱۳مه له هلمنده پلی مزل پیل کړ او ویلیې چې غواړي د سولې غږ یې واورېدل شي.
د دغه ولسي حرکت د مطبوعاتو د برخې مسؤل بسمالله وطندوست پرون شپه ازادي راډیو ته وویل چې د کاروان غړي له زابل ولایته وتلي او د کابل په خوا روان دي.
دی وايي:
"د سولې ولسي حرکت کاروان شااوخوا ۳۰ کېلو متره مزل کړی. شاه جوی ولسوالۍ ته نږدې شوي دي. دوی وايي په هر قیمت چې کېږي د سولې لپاره به هلې ځلې کوي. د سولې غږ به کور، کور او هر یو تن ته رسوي. نړۍ ته به خپل غږ رسوي چې افغانان له جګړو ستړي شوي او نور سوله غواړي."
د سولې ولسي حرکت کاروان د مې له ۱۳مه له هلمنده د کابل پر لور تر اوسه نږدې ۴۰۰ کېلو متره لار وهلې ده.
د دوی ترمنځ د سردار محمد سروري په نوم یو داسې ځوان هم شامل دی چې پښې یې ژوبلې دي او امساوې لګوي.