د ځوان لوبغاړي راشد خان وروستۍ بریا او د نړۍ د معتبرو ورځپاڼو تبصرې

د نړۍ معتبرو ورځپاڼو او خپرونو د هند د کرکټ په پریمیرلیګ سیالیو کې د جګړه ځپلي افغانستان د ځوان لوبغاړي راشد خان د وروستۍ بریا په اړه ګڼ شمېر مطالب خپاره کړي دي.

د حیدراباد سنرایزرس لوبډلې چې راشد خان لوبه په‎کې کوي، د جمعې په ورځ د کلکتې له لوبډلې څخه د دې ځوان افغان لوبغاړي په مټ مهمه لوبه وګټله او فاینل ته ورسېده.

  • ممبی مېرور

ممبی مېرور ورځپاڼه لیکي چې د راشد اتلولۍ د هند د کرکټ له مشهورې څېرې سچېن ټندولکر څخه نیولې، تر افغان ولسمشر اشرف غني پورې پر ټولو خلکو خورا مثبت اغېز وکړ.

ورځپاڼه زیاتوي راشد خان په‎دې لوبه کې د یو غوره الرونډر په توګه د بېټېنګ په برخه کې په ۱۰ بالونو د ۳۴ منډو په جوړولو، په بالنګ کې د ۳ وېکټو په ترلاسه کولو او په ډګر ساتنه کې د ۳ لوبغاړو په سوځولو سره د کرکټ د نړۍ په غوره څېرو کې شمار شو.

ممبی مېرور لیکي چې د ده لوبې د مسابقې نتیجه بدله کړه، ځکه دې ۱۹ کلن افغان ځوان درې مهم لوبغاړي له مخې لیرې کړل او دې کار د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې د ملا تیر مات کړ.

  • سکای سپورټس

انګلیسۍ انلاین خپرونې سکای سپورټس لیکلي چې راشد خان د بېټېنګ او بالنګ په برخو کې د ستوري په څېر وځلېده او د حیدراباد سنرایزس لوبډله‌یې فاینل ته ورسوله.

  • کرېک انفو

کرېک انفو بلې انګلیسۍ انلاین خپرونې د راشد خان په اړه د کرکټ او سیاست د نړۍ د مشهورو شخصیتونو عکس‎العملونه را اخیستي.

د هند د کرکټ افسانوي اتل سچېن ټندولکر لیکلي، تل مې دا احساس لاره چې راشد خان ډېر ښه سپېنر توپ اچوونکی دی، خو اوس د دې خبرې په ویلو کې هېڅ‌راز شک نه‎لرم چې هغه د ۲۰ اووریزو لوبو په فارمټ کې د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی دی او د بېټېنګ ښه مهارت هم لري.

خپرونه په یوه وېډیويي پیغام کې د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې د روزونکي ټام مودي خبرې خپرې کړي.

مودي راشد خان او محمد نبي عیسی‌خېل چې دواړه د ده په لوبډله کې لوبه کوي، خطرناک لوبغاړي بولي او وايي، د افغانستان کرکت دا دوه کسان دوی ته ډالۍ کړي دي.

کرېک انفو همداراز د هند د بهرنیو چارو د وزیرې سوشما سواراج د ټویټر هغه پیغام خپور کړی دی چې لیکي، ما ستاسو پیغامونه وکتل خو راشد خان ته د تابعیت ورکولو مسئله د کورنیو چارو وزارت کار دی.

خپرونې پر ټویټر د ولسمشر اشرف غني پیغام هم خپور کړی چې د هند صدراعظم نارېندرا مودي ته وايي، افغانان د خپل اتل راشد خان پوره ویاړ خپل ګڼي.

کرېک انفو د ښاغلي غني د پیغام هغه برخه خپره کړې ده چې وايي، له هنده مننه کوي چې افغانانو ته د خپل مهارت د ښودلو امکان برابروي، خو ولسمشر زیاتوي چې راشد خان به د نړۍ د کرکټ شتمني وي او افغانستان به‌یې هېڅ‌چا ته ورنه‎کړي.