په جرمني کې د ښي اړخي ګوند پلویانو د مېرکل پر ضد مظاهره وکړه

په جرمني کې د ښي اړخي "ای. اف. دی" یا "الټرناټیف فور جرمني" ګوند پلویانو پرون یکشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۶» د صدراعظمې انګلا مېرکل پر ضد مظاهره وکړه، خو د مظاهرو پر ضد راغونډ شوي کسان د دوی پنځه برابره زیات وو.

په مظاهرو کې د مېرکل مخالفین پنځه زره او د مظاهرو پر ضد د هغې راپورته شوي پلویان ۲۵ زره ښودل شوي وو.

د تاوتریخوالو او ځورونو راپورونه نه دي ورکړل شوي او ورسره ۲۰۰۰ پولیس هم د وضعیت د کنټرول لپاره مؤظف کړای شوي وو.

د کډوالو او اسلام ضد ښي اړخي الټرناټیف ګوند د جرمني د تېر کال په ټاکنو کې ۱۲.۶ فیصده رأیې وګټلې.

دا ګوند اوس وخت د جرمني په پارلمان کې له څلورو لویو ګوندونو یو شمېرل کېږي.