د اسپانیا سمندري ژغورندويه خدمتونه: څه باندې ۴۰۰ کډوال ژغورل شوي

د اسپانیا د سمندري ژغورندويه خدمتونو ادارې ویلي، څه باندې ۴۰۰ کډوال د شنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۵» او یکشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۶» په ورځو له اوبو ژغورل شوي دي.

دوی د افریقا له شماله د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته روان وو.

د دې ادارې په خبره ژغورندویه بېړیو پرون یکشنبه ۱۱۵ کډوال چې په ۵ واړو کښتیو کې سپاره وو، په جبل‎الطارق تنګي کې وژغورل.

د یکشنبې په ورځ ژغورندویه ډلو ۲۹۳ کډوال چې په ۹ کښتیو کې سپاره وو، ژغورلي دي.

اسپانیا تر یونان او ایټالیا وروسته د هغو کډوالو تر ټولو له ګڼې ګوڼې ډک هېواد دی چې له ټرانزیتي لارو اروپا ته ځانونه رسوي.

لسګونه زره افریقايي کډوال د قاچاقبرانو په وړو کښتیو کې له مدیترانې سمندرګي تېرېږي او په سختو لارو اروپايي هېوادونو ته رسېږي.

اکثر دا کښتۍ مناسبې نه‎دي او زرګونه کسان‌یې په سمندر لاهو کړي.

د کډوالۍ د نړیوالې ادارې د شمېرو له‎مخې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د سمندر له لارې نږدې ۲۲ نیم زره کسان اسپانیا ته رسېدلي.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې دا شمېر درې برابره کم وو.