د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پرون یکشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۶» په اسلاماباد کې له خپل پاکستاني سیال ناصر خان جنجوعه سره وکتل.
د سولې او پيوستون د عمل پلان د افغانستان او پاکستان د ملي امنیت سلاکارانو د خبرو اصلي اجنډا جوړوله.
دا خبره د پاکستان یوې حکومتي سرچینې کړې ده.
دې سرچینې رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر خان جنجوعه له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر او نورو لوړپوړو چارواکو سره د سولې او پیوستون د عمل په هغه پلان خبرې کړي چې دواړو هېوادونو مخکې موافقه پرې کړې ده.
له ترورېزم سره مبارزه، امنیتي او سیاسي همکاري، د سولې او پخلاینې بهیر، ګډه اقتصادي پراختیا، د تاوتریخوالي راکمول او له پاکستانه د افغان کډوالو راستنول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او پیوستون د عمل پلان مهم موارد دي.
پاکستان ته د افغانستان د لوړپوړو امنیتي چارواکو سفر د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي په رسمي بلنه شوی او د دواړو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو پرونۍ لیدنه هم د ښاغلي عباسي په دفتر کې شوې ده.
په پرونۍ لیدنه کې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي، د کورنیو چارو وزیر ویس برمک او په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم حضور درلود.
په اسلاماباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال په خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر په مشرۍ لوړپوړي پلاوي د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سره په مهمو دوه اړخیزو مسئلو خبرې وکړې.
د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال نجیب ننګیال بیا ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان او پاکستان د لوړپوړ امنیتي چارواکو ناسته هغه وخته ګټوره ثابتېدای شي چې په افغانستان کې د جګړې شدت کم شي.
Your browser doesn’t support HTML5
دی وايي:
"د سولې او پیوستون د عمل پلان ناستې پخوا هم شوې دي، کومه خاصه نتیجهیې نهده ورکړې. دا ځل چې په ډېره لوړه کچه ناسته ده، امید شته. پاکستان په کور دننه او نړیوالې ټولنې لهخوا تر سخت فشار لاندې دی او غواړي ځیني اقدامات وکړي. موږ ډېر نهشو خوشبینه کېدلای، یوازې محتاطانه خوشبینه کېدلای شو، ځکه د افغانستان لپاره د ارزیابۍ ښه لار د جګړې شدت دی چې متأسفانه د جګړې شدت نهدی کم شوی."
پاکستان ته د افغان لوړپوړو امنیتي چارواکو سفر به څومره ګټور وي؟
افغان حکومت او نړیوال متحدینیې له هغې ډلې امریکا، پاکستان په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتېدو مسؤل بولي، هغه څه چې پاکستاني چارواکو په وار وار رد کړی او ویلي یې دي چې امن افغانستان د دوی په ګټه هم دی.
معلومه نهده چې د افغانستان او پاکستان د ملي امنیت سلاکاران څومره د سولې او پیوستون د عمل د پلان په تطبیق سلا شوي؟ خو د افغانستان د ملي امنیت شورا مخکې ویلي و چې دا سفر یوازې د همدغه پلان د عملي کېدو په هدف ترسره شوی دی.
راپور: صفيالله ستانکزی