د روسیې دفاع وزارت وایي، څلور سرتېري یې د سوریې په ختیځ دیرالزور ولایت کې په نښتو کې وژل شوي دي.
دفاع وزارت نن یکشنبه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې نښتې تېره شپه هغه مهال پیل شوې چې یو شمېر ګرځنده ترهګرو ډلو په سیمه کې د سوریې د حکومت پر توپچي ځواک حمله وکړه.
د خبرپاڼې له مخې، دوه روسي پوځي سلاکاران ځای پرځای ووژل شول او پنځه ټپیان د روسيې پوځي روغتون ته ولېږدول شول چې دوو یې وروسته ساه ورکړه.
د روسیې پوځ دغه راز وویل چې په دغه حمله او نښتو کې ۴۳ وسله وال هم وژل شوي دي.
روسیې د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر راهیسې په سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم په ملاتړ د یاغي وسله والو پرضد هوایي حملې کړې دي.