د برلین پولیس د نژاد پالنې ضد یوه لاریون ته تیاری نیسي

د برلین پولیس نن یکشنبه د نژاد پالنې ضد هغه لاریون ته تیاری نیسي چې د کین اړخو ډلو او د همجنس پالو د فعالانو په ګډون به زرګونه کسان په کې برخه واخلي.

دغه لاریون په دې ښار کې د جرمني لپاره د بدیل په نوم د ښي اړخي ګوند پر ضد تنظیم شوی دی.

د نژاد پالنې ضد لاریون چې هدف یې د دغه ګوند چې د اسلام او کډوالو ضد دی، څنګه ته کول دي، کرکه بنده کړئ تر شعار لاندې ترسره کېږي.

د جرمني لپاره د بدیل ګوند د برلین د څانګې مشر جورج پازدیرسکي خبریالانو ته وویل چې موږ په هېواد کې د میلیونونو جرمنیانو ترڅنګ غواړو هر یوه ته دا وښيي چې موږ د جرمني راتلونکې ته اندېښنه لرو.

د دې ګوند تنظیمونکو ویلي چې د دوی له دوه نیم زره تر پنځو زره پورې ملاتړي به نني لاریون کې ګډون وکړي، خو د دغه لاریون ضد بل هغه تنظیمونکو ویلي چې له دې ډېر زیات پلویان به یې واټونو ته راووځي.

د برلین پولیسو ویلي چې د نښتو او د هرې هغې هڅې چې د بیان د ازادي مخه نیسي، د مخنیوي لپاره په پام کې لري دوه زره پولیس ځای پرځای کړي.