ولسمشر غني د بدنې روزنې او المپيک کمېټې وروستۍ هڅې ستایلي

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د بدنې روزنې او المپيک ملي کمېټې وروستۍ هڅې ستایلي او په ورزشي بنسټونو کې یې په اصلاحاتو ټينګار کړی دی.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې د بدني روزنې او المپيک ملي کمېټې رئیس تېره ورځ له ولسمشر سره په لیدنه کې په ورزشي بنسټونو کې د پرتو تشکیلاتي او بودجوي ستونزو په اړه خبرې کړي او د يادو ستونزو د هواري غوښتنه يې کړې.

حفیظ ولي رحیمي دا شان د اندونیزیا په اسیايي سیالیو کې د افغان لوبغاړو د ګډون او تیاريو په اړه هم ولسمشر سره معلومات شریک کړي.

افغان ولسمشر د بدني روزنې او المپيک ملي کمیټې رئیس ته د يادو ستونزو د هواري ډاډ ورکړی او له نوموړي يې غوښتنې چې د هېواد د ورزش لپاره دې يوه ځواب ده او هر اړخېزه ستراتيژي جوړه کړي.