چارواکي: په زابل کې ۸ وسله وال وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

په زابل کې د ملي اردو چارواکي په پوځي عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبره کوي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کي ویل شوي چي د ملي اردو ځواکونو د زابل د دايچوپان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو پر ضد د نصرت په نوم پوځي عمليات ترسره کړي چې پکې ۸ وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو عملياتو کې د وسله والو د ۹ کړیو ماینونو د شنډولو خبر هم ورکړی دی.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.