چارواکي: د پکتیا په سیدکرم ولسوالۍ کې ۶ وسله وال وژل شوي

د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه د دې ولایت د سیدکرم ولسوالۍ اړوند د خړو په سیمه کې په یوه هوايي برید کې ۶ وسله وال وژل شوي دي.

د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه برید د کشفي معلوماتو پر بنسټ د غوڅ ملاتړ د هوايي ځواکونو له لورې شوی دی.

ښاغلي تبسم په برید کې د وژل شویو کسانو په اړه نور جزیات ورنه کړل، خو دومره یې وویل چې په سید کرم، کوسین او یوشمېر نورو نېږدې سیمو کې د وسله والو طالبانو ډلې فعالې دي چې اکثره وختونه پرې هوایي بریدونه کېږي.

د ناټو ځواکونو د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو هم په دې اړه تبصره نه ده کړې.