په جوزجان ولايت کې د ولسي پاڅون والو درې غړي په يوه کمين کې وژل شوي دي.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري نن یکشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۶» ازادي راډيو ته وويل، دغه درې پاڅون وال تېره شپه د اقچې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ګزمه بوخت وو چې د دولت د وسلهوالو مخالفینو پر کمين وربرابرل شول.
غفوري وايي، د دواړو لوريو په وسلهوالو نښته کې درې پاڅون وال وژل شوي او يو تن يې تر اوسه لادرکه دى.
د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نهده کړې.