فارياب: شيرين تګاب او خواجه سبزپوش کې تر ۱۰ زيات طالبان وژل شوي

د فارياب ولايت امنيه قوماندان وايي، په شيرين تګاب او خواجه سبزپوش ولسواليو کې د پوځي عملياتو له کبله تر لسو زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي.

پاسوال نبي جان ملاخېل وايي، د وژل شوېو وسله والو طالبانو ١٣ ته رسېږي چې د هغوى دوه مهم پوځي مشران هم په کې شامل دي:

"د افغانستان د دښمنان دوه وتلي قوماندان چې يو مولوي ګلستان نومېږي او د قيصار ولسوالۍ اوسېدونکى و، دى په سيمه کې د وسله والو طالبانو د پوځي کمېسيون مشر و، بل يې مولوي منصور نومېږي چې په جلالي مشهور و او د طالبانو د عُشر او زکات د کمېسيون مشر و چې دواړه وژل شوي دي."

وسله والو طالبانو ادعا کړې چې په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې يې د ولسوالۍ پاڅون والو ١٣ غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

تر دې مخکې د فارياب اوسېدونکو په دغه ولايت کې د ناامنيو له زياتېدو شکايت کړى و.