اردوغان: ترکانو! خپل ډالر او يورو په «لېره» تبادله کړئ

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان له ترکانو غوښتنه وکړه چې خپل ډالر او يورو دې په لېره يا د ترکيې په پولي واحد تبادله کړي.

د دې کار هدف د ده په خبره د اسعارو د تبادلې د بهرنيو توطئو په وړاندې د لېرې د ارزښت لوړول دي.

اردوغان پرون شنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۵» په ختيځ ښار ارز-روم کې د خلکو يوې لويې ډلې ته په خبرو کې وويل:

"هغو وروڼو چې تر خپلو بالښتونو لاندې ډالر يا يورو لرئ، لاړ شئ او خپلې پيسې په لېرې تبادله کړئ. موږ به دا توطئه په ګډه شنډوو."

دا وينا د ترکيې د پارلماني او ولسمشرۍ انتخاباتو په لړ کې د انتخاباتي غونډو يوه برخه وه.

په پام کې ده په ترکيه کې دغه انتخابات د جون پر ٢٤ مه وشي.

تېره مياشت د امريکايي ډالرو په وړاندې د لېرې ارزښت ١٦ فيصده ولوېد.